م.لا هب.ت الله د بګرام هوايي اډې په اړه لوړ پوړي ط..البان کندهار ته غوښتي

د کندهار څخه محلي سرچينو د چهار شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د ط..البان مشر م.لاهب.ت الله د ط..البانو يو شمېر مشران کندهار ته ورغوښتي؛ تر څو د بګرام د هوايي اډې او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستيو څرګندونو په اړه ورسره مجلس وکړي.
د سرچينې په خبره چي دغه غونډه به په نژدې وخت کي په کندهار کي دايره سي او م.لاهب.ت الله غواړي د دغي مسئلې په اړه د خپلو ط..الب مشرانو نظرونه تر لاسه کړي.
هېره دي نه وي، چي د ط..البانو وياند ويلي و، چي د بګرام هوايي اډه په هېڅ صورت هېڅ هيواد ته نه ورکوو؛ خو ډونالډ ټرمپ بيا ګواښ کړی که دغه اډه ط..البان امريکا ته ور نه کړي د ط..البانو له پاره به بدي پايلي ولري.