متحده عربي اماراتو نوي مقررات تصویب کړي

متحده عربي اماراتو نوي مقررات تصویب کړي، چی له مخي ئې د ۱۵ کلونو څخه کم عمره ماشومان نور نه سي کولای په ټولنیزو شبکو کي حسابونه جوړ او وکاروي. د دغو مقرراتو له مخي، د ټکنالوژۍ شرکتونه مکلف دي د عمر د تائید ځانګړي سیستمونه وکاروي او د کم عمره ماشومانو حسابونه وتړي.
اماراتي چارواکي وایي، دا پرېکړه د ماشومانو د انلاین خوندیتوب، د شخصي معلوماتو د ساتنی او د نامناسبو محتواوو د مخنیوي له پاره سوې ده.
د ۱۵ او ۱۶ کلن ځوانان به یوازي د ځانګړو حفاظتي شرایطو او د والدینو تر څارني لاندي له ټولنیزو رسنیو ګټه اخیستلای سي.