يو شمېر متقاعدينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د تېرو څلور کلنو راهيسي ئې خپل د تقاعد حق پیسې نه دي اخيستي. هغوی وايي د ط..البانو د بیاواکمنۍ سره سم هره ورځ په دولتي ادارو ګرځي؛ ترڅو خپل د تقاعد حق تر لاسه کړي، خو څوک ئې ږغ نه اورې او د تېرو څلورو کلنو راهيسي بې برخليکه دي.
د هغوی په خبره چي د ملاتړ او پاملرني د نشتوالي له امله د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او په وينا ئې چي ژوند ئې ورځ تر بلي د ستونزو سره مخ کېږي او اړ دي چي بل ته د کمک په سبب لاس ونيسي.
د هغوی په خبره چي د کور کرايه، د کور لګښتونه او دې ته ورته نور مصارف په پسي دي؛ خو ط..البان ئې د ژمني سربېره بیا هم د تقاعد حق نه ورکوي.
هغوی د ط..البانو د ادارې څخه غوښتنه کوي، چي د دوی د تقاعد حق دي پر خپل وخت ورکول سي ترڅو خپل د ژوند ضرورتونه ورباندي پوره کړي.
دا په داسي حال کي ده چي د ط..البانو د مالیې وزارت اعلان کړی چي متقاعدینو ته د تقاعد د ورکړي پروسه درې ورځي وړاندي پیل سوې ده.