متقي وایي، په پاکستان کي له افغان کډوالو سره نامناسب چلند د دواړو هیوادونو اړیکي خرابوي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کي د پاکستان سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره لیدلي او د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه یې ورسره خپلي اندېښنې شریکي کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د دې لیدني پر مهال متقي له نظاماني سره د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د ځینو ارګانونو له خوا له هغوی سره په نامناسب چلند خواشیني څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کي راغلي چي په دې لیدنه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي مسایلو هر اړخيزي خبري هم سوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخي، په دې لیدنه کي د پاکستان د سفارت سرپرست ویلي، چي د ا.ا اندېښنې درک کوي او یاده موضوع به له اړوندو ارګانونو سره شریکه کړي.
دا په داسي ده چي په دې ورستیو کي له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال له هغوی سره سخت ظلمونه کیږي، شتمنۍ يې ورڅخه ګرځول کیږي او د ډیری خلکو دوکانونه او نور توکي چور سوي دي.