د ط..البانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي چي ځيني هيوادونه د سياسي اختلافاتو له امله د افغان کډوالو سره غیرانساني چلند کوي.
متقي په ښکاره ډول د کوم هيواد نوم نه دئ اخيستی.
هغه په ټينګار سره ويلي چي د ژمي له راتګ سره، په داسي حالت کي چي لاري تړلي هم دي افغان کډوال په زور او جبر سره مجبوره کوي، چي خپل کورونه پرېږدي او افغانستان ته ولاړ سي.
هغه ويلي، چي دغه ډول کړنه تر سره کول د نړۍوالو اصولو سره په ټکر کي دي او افغان ماشومانو او ښځو په ښکاره ډول د هغوی حقونه تر پښو لاندي کول دي.
بايد وويل سي، چي افغانان د ط..البانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د خپل ژوند د خوندیتوب له پاره ګاونډیو هیوادونو ته کډه سوي، چي اوس مهال د ګاونډيو هيوادونو څخه د ايستلو د ګواښ سره مخ دي.