محسن نقوي: د پاکستان څخه شړل سوي افغان کډوال په تور ليست کي دي

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي دي، چي هغه افغانان چي د پاکستان حکومت اخراج کړي دي، د پاکستان د حکومت سره په تور ليست کي ثبت سوي، بيا پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه لري.
د هغه په خبره چي د پاکستان دولت نور د هغه افغانانو چي POR موقت کارټونه لري په پاکستان کي ئې د اوسېدو موده نوره نه غځوي او د موقت کارټ د وخت پوره کېدو سره سم به د پاکستان څخه افغانستان ته ځي.
د هغه په خبره چي دغه تصميم د پاکستان د حکومت د سياست يوه برخه ده او باید عملي سي.