د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي لوبغاړي محمد نبي عيسی خېل د يکشنبې په ورځ د ایران څخه د راغلو افغان کډوالو سره د يو ميليون افغانيو نقدي مرسته کړې ده.
هغه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي افغان کډوالو سره د نبي خيريه بنسټ له خوا دغه د مرستو پيل وو او د مرستو دغه لړۍ به جاري ساتي.
محمد نبي عیسی خېل په کابل کي د يو شمېر افغان کډوالو د کورنيو څخه د نژدې ليدنه کړې او د هغوی حالت ئې د اندېښني وړ بللی دئ.
هغه پر ټولو سوداګرو او شتمنو هيوادوالو ږغ کړی، چي د افغان کډوالو سره خپلي مرستي جاري وساتي.