نن شنبه د طا.البانو د ډلي د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د ورسره هیئت په ملګرتیا د پاکستان سره د مذاکراتو له پاره قطر ته ولاړ.
یاد مذاکرات به د هغو نښتو اړوند وسي چي په دا اخرو کي د ډیورنډ پر فرضي کرښه باندي د طا.لبانو او پاکستاني پوځیانو له خوا ترسره سوي وې.
دا نښتي هغه وخت شروع سوې چي پاکستاني لوري پر کابل د ټي ټي پي د مشر د وژلو له پاره برید ترسره کړئ.
د یادوني وړ ده چي پاکستاني لوري د یادو مذاکراتو سربېره تازه پرون پر پکتیا هوایې بریدونه کړي او په لسګونو ملکي کسان یې وژلي دي.