ملبورن پوهنتون د هغه افغان انجونو له پاره د‌ انلاين زده کړو بهير پيلوي، چي د زده کړو څخه بې برخي سوي دي

ملبورن پوهنتون د هغه افغان انجونو له پاره د‌ انلاين زده کړو بهير پيلوي، چي د زده کړو څخه بې برخي سوي دي
د ط..البانو د بيا واکمنېدو سره سم په افغانستان کښي د شپږم ټولګۍ څخه لوړ پر ټولو نجونو باندي د زده کړو بنديز ولګېدئ او افغانستان کښي ټوله نجوني د زده کړو د حقونو څخه بې برخي سوې.
اوس تازه د ملبورن پوهنتون اعلان کړی، چي د هغه افغان نجونو له پاره چي د لوړو زده کړو څخه محرومي دي، د يو کلن د انلاين زده کړو له پاره زمينه برابره وي.
ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي او د افغانستان د زده‌کړو او پراختیا موسسې (مید) د افغانستان په کور دننه کښي نجونو د زده‌کړو د ملاتړ له پاره یو کلن پروګرام پیل کړي.
دغه پوهنتون وايي، چي دغه پروګرام به په ځانګړي ډول د هغو ځوانو نجونو پر زده‌کړو تمرکز وکړي، چي په افغانستان کښي له لوړو زده‌کړو محرومي دي او غواړي د حقوقو په برخه کښي خپلي زده‌کړي وکړي.