ملګرو ملتونو د ط..البانو له خوا د ښځو پر کار د بنديز له امله په څلورو ولایتونو کي پر کډوالو د نقدي پيسو د وېش پروسه درولې

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل وروستي راپور کي ويلي چي په کندهار، کابل، ننګرهار او هرات ولايتونو کي ئې پر راغلو کډوالو باندي د نقدي پيسو د وېش پروسه درولې ده.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه کار ئې ځکه کړی، چي ط..البانو ئې پر ښځينه کارکوونکو د کار بنديز لګولی.
هغوی وايي ښځینه کارکوونکي نه سي کولای خپلو دندو ته ولاړي سي او له بېرته راغلو کډوالو ښځو ملاتړ وکړي.
د ياد سازمان په وينا ترڅو چي ط..البان ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه ور نه کړي؛ تر هغه وخته پوري دوی نه سي کولای چي په خوندي او عادلانه ډول خدمتونه وړاندې کړي، نه یوازي ښځو او نجونو ته، بلکي ټولو بېرته راستانه سوو ښځو او نارينو ته.
دغه سازمان ټينګار کړی، چي د دوی له خوا د نقدي مرستو وېش به تر هغه وخت پوري بند وي ترڅو ياده ستونزه حلېږي.