د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان پر هغه پرېکړه خواشيني ښودلې، چي د بلوچستان، پنجاب او خېبر پښتونخوا په ۱۶ کلیو کي ئې افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی دئ.
په پاکستان کي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کندلر ويلي، چي افغان کډوال له ډېرو کلونو راهیسي په پاکستان کي ژوند کوي او دلته ئې کور، کاروبار او هرڅه جوړ کړي دي.
هغې ټینګار وکړ چي د افغان کډوالو جبري ایستل به د هغوی پر ژوند، راتلونکي او د افغانستان ټولني ته د بېرته ورستنېدو پر بهیر ناوړه اغېز ولري.
کندلر له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چي د افغان کډوالو د ایستلو بهیر باید په پړاوونو او د انساني کرامت په ساتنه ترسره سي.
د راپورونو له مخي، د پاکستان حکومت له افغان کډوالو غوښتي چي یاد ۱۶ کلي ژر تر ژره پرېږدي.
ملګرو ملتونو همدارنګه خبرداری ورکړی چي د افغان ښځو او نجونو بېرته استول به هغوی د خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخي کړي.
کندلر زیاته کړه: «موږ له پاکستانه غواړو چي هغو افغانانو ته قانوني استوګنه ورکړي چي طبي اړتیاوي لري، هغه زدهکوونکي چي په لوړو زدهکړو بوخت دي .»
یاده دې وي چي پاکستان د ۲۰۲۳ کال له وروستیو څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د امنیتي پلمو له مخي پیل کړې، او دا بهیر لا هم دوام لري.