ملګرو ملتونو ویلي، چي د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مي پوري په افغانستان کي ۲۹۴۷ امنیتي پېښي ثبت سوي دي.
د راپور له مخي دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیات سوی دئ.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په تازه راپور کي ویل سوي، چي د ط..البانو مخالفو وسلهوالو ډلو په ۲۱ ولایتونو کي د ۸۸ بریدونو مسؤلیت منلی، چي ملګرو ملتونو ئې ۵۵ پېښي تایید کړي دي.
راپور زیاتوي، چي د مخالفو ډلو بریدونه په جولای میاشت کي ډېر سوي او شمېر ئې ۳۰ ته رسېدلی دئ. دغه بریدونه تر ډېره د ط..البانو پر امنیتي پوستو او پوځي تاسیساتو د کمینونو او بریدونو په بڼه ترسره سوي دي.
د راپور له مخي، د بدخشان په کښته یفتل او زیباک ولسوالیو کي هم د ط..البانو پر ځواکونو بریدونه سوي دي.
ط..البانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اړه څه نه دي ويلي.