د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي په افغانستان کي د ط..البانو اوسنی نظام د خلګو استازیتوب نه کوي؛ بلکي ورځ تر بلي دغه ډله استبدادي کېږي.
د ياد سازمان دغه راپور چي د ط..البانو کړنلاري، احکام او د مقرراتو ارزونه ئې کړي ليکي، چي ط..البانو په افغانستان کي د نجونو او مېرمنو څخه د زده کړو، کار روغتيا، ټولنيز ژوند او دې ته ورته نور اساسي حقوق اخيستي .
د ياد سازمان په خبره چي ط..البان هره ورځ د بشر حقونه تر پښو لاندي کوي او خپلي پاليسۍ ورځ تر بلي سختوي.
بايد وويل سي، چي دغه راپور ياد سازمان د بشري حقونو شورا د شپېتمي غونډي له پاره چمتو کړی، چي دا اونۍ ترسره کېږي او د ۲۰۲۴ کال د اګست څخه تر ۲۰۲۵ کال د جولای تر ۳۱مي پوري د بشري حقونو وضعیت په کښي روښانه سوی.