ملګري ملتونه: ستنېدونکي افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک، ویلي چي د دغه سازمان د پراختیايي ادارې تازه ارزونه ښيي، هغه کورنۍ چي د زلزلو، اقتصادي ستونزو او اقلیمي بدلون له امله خپل کورونه پرېښي وو، اوس د بېرته ستنیدو پر مهال له بېلابېلو خنډونو سره مخ دي.
په راپور کي ویل سوي، ملګري ملتونه هڅه کوي بې‌ځایه سوي کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې کړي او د هغوی د بیا میشتېدو او عادي ژوند ته د ستنیدو له‌ پاره لازمي اسانتیاوي برابري کړي.
راپور دا هم روښانه کړې چي افغان ښځو او نجونو ته باید د کار او لوړو زده‌کړو زمینه برابره سي، څو ټولنه وکولای سي له اوسني کړکېچ څخه ووځي.