د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي چي د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله نور د ټولو راستنېدونکو کډوالو سره نقدي مرسته نه کوي.
دغه سازمان وايي چي بوديجه ئې د کمښت سره مخ ده او يوازي د هغو کسان سره نقدي مرستهکوي، چي د پي او ار کارټ لري.
بايد وويل سي، چي ملګرو ملتونو خپلي مرستي پر داسي مهال محدودي کړي، چي د پاکستان څخه هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر ايستل کېږي او افغانستان ته راځي. دغه افغان کډوال خالي لاس راځي او بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري