ملګري ملتونه وايي د افغانستان زلزلې ځپلي ۱۷۹ ميليونه ډالرو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

ملګرو ملتونو په خپل راپور کي ويلي، چي په افغانستان کي زلزلې ځپلي کسان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
دغه سازمان ويلي، چي په افغانستان کي د وروستيو زلزلو له امله زيانمن سوي کسان ۱۷۹ ميليونه ډالره مرستو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی ایندریکا راتواته، په جنیوا کي ويلي د ژمي په راتګ سره به د هغو خلګو ژوند به نور هم سخت سي چي د کنړ په لېرو پرتو سيمو کي ئې کورونه نړېدلي دي.
هغه پر نړۍوال ږغ کړی، چي د افغانانو سر په دغه سخت حالتو کي خپلي مرستي جاري وساتي او د افغان زلزله ځپلو لاس نيوی وکړي.