ملګري ملتونه: پاکستان دي د افغان کډوالو د ايستلو بهير وځنډوي

د پاکستان له خوا افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل سوی ضرب‌الاجل پای ته رسېدلی او د پاکستان حکومت اعلان کړی چي د سپټمبر له لومړۍ نېټې به شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغان کډوال، چي د کډوالۍ کارتونه لري، د پاکستان څخه وباسي.
پاکستان وایي د دې کارتونو اعتبار ختم سوی او نور ئې پاته کېدل قانوني نه دي.
په عین حال کي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له اسلام‌اباده غوښتي چي دا مهلت تمدید کړي او د افغان محصلینو او هغو کورنیو وضعیت ته دي پام وکړي، چي د پاکستان سره نژدې اړيکي لري.
په اسلام‌اباد کي مدني ټولنو او د بشري حقونو فعالانو د حکومت دا پرېکړه غندلې او دا ئې د بشري اصولو او نړۍوالو قوانینو خلاف بللې ده.
دوی له حکومته غوښتي، چي د کډوالو ایستل ودروي او کډوالو ته د قانوني اوسېدو، کار جواز او حتی تابعیت ورکولو اسانتیاوي برابري کړي.
راپورونه ښيي چي د تېر کال راهیسي نژدې ۱.۲ میلیونه افغانان له پاکستانه ایستل سوي او شاوخوا درې میلیونه نور لا هم د ایستلو له جدي ګواښ سره مخ دي.