ملګري ملتونه: په تېرو درو مياشتو کي ۶۴۰زره افغان کډوال د ايران څخه افغانستان ته راغلي

ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چي د روان ۲۰۲۵ ميلادي کال د مارچ میاشتي راهیسي له ایران څخه تر ۶۴۰ زره زیات افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي، چي په کښي ۳۶۶ زره په زور سره ایستل سوي دي. په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د افغان کډوالو دغه څپه د افغانستان نازک وضعیت نور هم بې ثباته کړی.
د راپورونو د مخي یوازي د جون په ۲۶مه ۳۶,۱۰۰ کسان له ایران څخه افغانستان ته راغلي او دا شمېر لا مخ په زیاتېدو دئ.
دا په داسي حال کي ده، چي په روان کي کال ټولټال ۱.۲ میلیونه افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه بېرته خپل افغانستان ته راغلي دي.