منظور پشتين: د مولانا خانزيب وژل کېدل د پښتون ملت له پاره لوی زیان دئ

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظوراحمد پشتين د عوامي نېشنل ګوند د غړي مولانا خانزيب پر شهادت باندي خواشيني ښودلې ده او په خبره ئې چي د هغه وژل کېدل د پښتون قوم د پاره ستر زیان دئ.
د پشتين په وينا چي مولانا د پښتنو ږغ پورته کوونکی، خادم او سالار وو، هغه به تل د پښتنو د حق غوښتلو له پاره مبارزه کول.
هغه وايي چي د دغه ظلم په مقابل کي د مولانا خانزيب د کورنۍ، دوستانو، پلويانو او عوامي نېشنل ګوند سره ولاړ دئ.