منظور پښتين: پاکستاني پوځ د پښتنو سره ظلم کړی او نن به ئې جبرانوي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په شمالي وزیرستان کي د پاکستاني پوځ د عملياتو په غبرګون کي ويلي دي، چي د پاکستان پوځ د پښتنو سره تر حد زیات ظلم کړی او همدا ئې سبب دئ، چي د پښتون قوم د ياد ظالم پوځ په مقابل کي خپل ږغ پورته کوي.
هغه ويلي دي، چي پښتانه د پاکستاني پوځ د هغه سختو ظلمونو له امله چي پر دغه بې ګناه او بې دفاع ولس ئې کړي دي اوس ئې دغه ولس په مقابل کي ولسي پاڅون او مقامت کوي، ترڅو د پاکستان د پوځ هغه ظلم پای پيدا کړي، چي په کلنو ئې د پښتنو پر قوم کړي دي.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پر خپله فېسبوک پاڼه باندي ليکلی دي، چي اوس د عمل وخت دئ او پښتون ملت د ظلم په وړاندي عملي مقاومت ته اماده دئ او نور به چاته اجازه ور نه کړي چي پر دغه ولس دي ظلم وکړي.
هغه وايي د ظالم په مقابل کي د پښتنو مقاومت اوږد، دردناک، له ستونزو او امتحان سره مخ وي؛ خو پایله ئې د پښتنو په بریا ختميږي.
بايد وويل سي، چي تېره ورځ د شمالي وزيرستان په ميرعلي کي په زرګونو ولسي خلګو د پاکستاني پوځ د هغه پرېکړي په مقابل کي پاڅون کړی، چي پاکستاني پوځ د دغي سيمي خلګو ته ويلي، چي سيمه دي خالي کړي او د پاکستان پوځ دلته عمليات کوي.