مور او پلار خپلو اولادونو ته تل وایي موبایل کښېږدئ، کتاب واخلئ یا فوټبال وکړئ.
خو ښايي اندېښنه د ماشومانو پر ځای پر زړو ورټوله سوې ده.
د تنکیو ځوانانو او سکرینونو په اړه له ټولو وېرو سره سره، تر ټولو ډېر سکرین کتلې نسل زاړه خلک دي. مشران له پخوا د ټلوېزیون زیات لیدونکي وه؛ اوس د تقاعد نوی نسل خپل سکرین وخت د سمارټفون، ټابلیټ او لوبو کنسولونو په وسیله نور هم زیات کړی دی. پایله دا ده چي اوږد وخت سکرین ته ناسته د تقاعد سویو کسانو تر نیمایي زیات ویښ وخت نیسي.
د زړو کسانو ډیجیټلي کېدل په اصل کي ښه بدلون دی. ښايي له هوښیارو وسایلو څخه تر ټولو ډېره ګټه هم زاړه خلک واخلي. فېسبوک او واټساپ هره ورځ د پخوانیو دوستانو او لېري لمسیانو خبر اخلي.
زاړه خلک له هغو خطرونو څخه هم خوندي دي چي تنکي ځوانان ورسره مخ وي. همدارنګه د هغوی نړۍلید دومره ژر نه بدلېږي لکه د ځوانانو چي کله ناکله د انلاین افراطي کسانو تر اغېز لاندي راځي. تر ټولو مهمه دا چي زاړه خلک زیات ازاد وخت لري. د امتحانونو پر مهال د یو ځوان لپاره هره ورځ پنځه ساعته ټیکټاک کارول لوی تاوان دی؛ خو د تقاعد سويو لپاره دا یوازي د یوې تفریحي چاري پر ځای بله تفریح ده. ماشومان کنټرول ته اړتیا لري، خو لویان باید د خپل وخت په اړه ازاد وي.
بله ستونزه ناسم معلومات دي، تقاعد سوی کسان تر ۲۵ کلونو کم عمره کسانو دوه چنده ډېر د خبرونو اپلېکېشنونه او وېبپاڼي کاروي. څېړني ښيي چي زاړه خلک تر نورو ډېر د انلاین درواغجنو کیسو ښکار کېږي، او مصنوعي ځیرکتیا دا درواغ لا هم قانع کوونکي کوي. کله چي خلک د Fox News یا BBC پر ځای خپل وخت پر YouTube او TikTok تېروي، هغوی د معلوماتو یوې بېقانونه نړۍ ته داخلېږي. او چي زاړه خلک وغولېږي، دا د ټولني ستونزه ګرځي ځکه چي تر ټولو ډېر همدوی رایه ورکوي.
د سکرین وخت پر یوازیتوب ګډ اغېز لري. سکرینونه د یوازیتوب ملګري کېدای سي، خو د ریښتوني ژوند بدیل هم ګرځي. انلاین پېرود د اونیز بازار زحمت کموي، خو هغه ټولنیزي لیدني هم ورسره کمېږي. خلک ازاد دي چي خپله خوښه وي؛ خو د کمزورو او ناروغو کسانو لپاره د د سکرین جاذبه ډېره قوي وي. د ځوانانو سکرین وخت ښوونکي او مور و پلار محدودوي؛ خو زاړه خلک دا ډول غیررسمي څارنه نه لري.