مډل ایسټ آی راپور ورکړی، چي د جرمونو نړۍوالي محکمې د ط..البانو د مشر او د ستري محکمې د رئيس ترڅنګ

مډل ایسټ آی راپور ورکړی، چي د جرمونو نړۍوالي محکمې د ط..البانو د مشر او د ستري محکمې د رئيس ترڅنګ، د دې ډلي د دوو نورو چارواکو د نیولو پټ حکمونه هم صادر کړي دي.
دغې رسنۍ د محکمې د محرمو اسنادو او باخبره سرچینو له قوله ویلي، چي دا حکمونه د جرمونو نړۍوالي محکمې د درې قاضیانو یوې ډلي صادر کړي دي.
د راپور له مخي، د ط..البانو د مشر ملا هب.ت الله او د ستري محکمې د رئيس عبدالحکیم حقاني د نیولو له حکمونو څو میاشتي وروسته، همدې قضايي پلاوي د ط..البانو د دوو نورو چارواکو د نیولو پرېکړه هم کړې ده.

خو د دغو دوو چارواکو نومونه تر اوسه نه دي خپاره سوي، څو د قضیې بهیر محرم پاته سي.