د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه هيواد د دېره اسماعيل خان د کلاچې په تحصيل سيمه کي نامعلومو وسله والو په يوه راکټي بريد کي د فاطمه زهرا په نوم يوجامع جومات ويشتلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي په دغه بريد کي د ياد جامع جومات او دغه جومات ته نژدې دوکانونو ځيني برخي تخريب سوي دي، خو چاته په کښي ځاني زيان نه دئ اوښتی.
د سرچينې په وينا چي بريدګر تر بريد وروسته د سيمي څخه تښتېدلي دي او پوليسو ئې په اړه څېړني پيل کړي دي.