نامعلومو وسله والو په لوګر کي يو ځوان وژلی

د لوګر څخه محلي سرچينو د چهارشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دوشنبې په ورځ نامعلومو وسله والو د دغه ولايت په محمداغې ولسوالۍ کي يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی کس حافظ نومېږي او تازه د ايران هيواد څخه افغانستان ته راغلی و.
سرچينه دغه راز زياتوي، چي څه موده وړاندي د دغه ځوان ورور هم نامعلومو کسانو وژلی و.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزي وژني زياتي سوي دي او ط..البان ئې په مخنيوي کي پاته راغلي دي.