نامعلومو وسلوالو په بدخشان کي څلور کسان وژلي دي

د بدخشان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نامعلومو وسلوالو تېره شپه د دغه ولايت د ارغستان ولسوالۍ اړوند د بند زولزما په سيمه کي څلور کسان ويشتلي او وژلي دي.
د سرچينې په وينا چي د وژل سوو کسانو هويت تر اوسه پوري معلوم نه دئ او بريدګر تر بريد وروسته د پېښي د ځای څخه تښتېدلی دئ.
سرچېنه دغه راز زياتوي، چي د بدخشان ولايت د ط..البانو امنيتي مسؤلينو هم د يادي پېښي په تړاو تراوسه پوري په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف ورځ تر بلي لوړېږي او ط..البان ئې هم په کنټرول کي پاته راغلي دي.