نامعلومو وسلوالو په قره باغ ولسوالۍ کي د يوې کورنۍ ۵ غړي وژلي

د غزني څخه محلي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د غزني د قره باغ ولسوالۍ په خالوخېل کلي کي نامعلومو وسلوالو د يکشنبې په ماخستن ناوخته يو کور ته ورغلي او د يوې کورنۍ پنځه غړي ئې وژلي دي.
د سرچینې په خبره چي په يادو وژل سوو کسانو کي يوه ښځه او درې کوچنيان هم شامل دي.د سرچينې په وينا چي په دغه پېښه کي يو بل کوچنی ټپي سوی دئ.
د غزني ولايت ط..البانو د يادي پېښي په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي د دغي پېښي يوه ورځ وړاندي د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کي هم نامعلومه وسلوالو د يوې کورنۍ درې غړي ويشتلي او وژلي وو.