د پاکستان پوليسو خبر ورکړی، چي نامعلومو وسلوالو د شنبې په ورځ د پيښور د څمکنيو په ولسوالۍ کي درې ته ويشتلي او وژلي دي.
د پاکستان پوليس دغه راز زياتوي، چي په دغه وژلو سوو کسانو کي دوه وروڼه شامل دي او په خبره ئې چي ياده پېښه د پخوانۍ شخصي دوښمنۍ له امله رامنځ ته سوې ده.
د هغوی په خبره چي بريدګر د پېښي د ځای څخه تښتېدلي دي او پوليس ئې په اړه څېړنه کوي، ترڅو د يادي پيښې قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته ئې وسپاري