د امريکا سي بي ايس رسنۍ خبر ورکړی چي د اسرائیل او قطر لومړي وزيرانو د ټرمپ سره په یوه ګډه تلیفوني اړيکه کي خبري کړي چي په یادو خبرو کي نتنیاهو د قطر د لومړي وزیر څخه د ترسره سوي برید له امله بخښنه غوښتې ده.
بنیامين نتنیاهو په يادو خبرو کي منلې وه چي په هغه بريد سره یې د یاد هيواد او نړۍوالو قوانينو سرغړونه کړې ده،نو ځکه یې بخښنه غوښتي ده.
د یادوني وړ ده چي اسرائیل د رواني سپټمبر میاشتي پر نهم تاريخ د قطر پر پلازمينه دوحه باندي د حما.س د منځه وړلو په بهانه هوایي بريدونه کړي وه.