د ط..البانو د لوړو زدکړو وزير ندامحمد نديم د يکشنبې په ورځ د يوه علمي کنفرانس پر مهال تور پوري کړی، چي د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان په پوهنتونو کي کفري نظري تدريس کېدې او ځوانان به ئې اخلاقي فساد ته هڅول.
هغه ويلي چي په تېر وخت کي استادانو د ډاروين نظريې تدريسولې، تر څو په ځوانانو کي اخلاقي فساد زيات سي.
هغه ادعا کړې، چي پخوا به په پوهنتونو کي د اسلامي عقيدې خلاف درسونه ورکول کېدل.
بلخوا بيا د پوهنتون محصلان د نديم دغه څرګندوني بې اساسه بولې چي هېڅ وخت ئې داسي درس نه دئ لوستلی، چي په کښي د اخلاقي فساد اړوند او يا هم د اسلامي عقيدې خلاف موضوعات دي په کښې وي.
هغوی ويلي پخوا پوهنتون د پرمختګ او نوو درسي موادو د تر لاسه کولو ځای و؛ خو اوس ورځ تر بلي په جنګي مدرسې بدلېږي.
د يادوني وړ ده، چي ط..البانو د افغانستان د لوړو زده کړو سيستم ګډوډ کړی او د پوهنتون بڼه ئې د مدرسې په شکل اړولې ده، ط..البان په هفته کي دوه ځله استادانو او محصلانو ته د عقېدوي درس په نوم کنفرانس جوړوي، چي پرمهال ئې خپل جنګي افساني بيانوي او ځوانانو د زده کړو پر ځای جنګ ته د اسلام په نوم هڅوي.