نسيم راډيو تر ۱۳ کلن نشراتي فعاليت وروسته د ط.. البانو د‌ فشار له امله خپل نشرات بند‌ کړه

په دايکنډي او باميانو ولايتونو کي نسيم خصوصي او محلي راډيو تر ۱۳ کلنو وروسته د ط..البانو له خوا تر فشار او زيات سانسور وروسته په يادو ولايتونو کي خپل نشرات بند‌ کړه.
څو ورځي وړاندي د ط..البانو د استخباراتو ادارې په دغه ولايت کي د نسيم محلي خصوصي راډيو مسئول مدير او دوه خبريالان نيولي و، چي وروسته ئې ازاد کړل د هغوی تر نيول کېدو پنځه ورځي وروسته دغه راډيو د خپلو نشراتو د‌ بندېدو پرېکړه وکړل او پر خپله فېسبوک پاڼه ئې ليکلي و، چي شرايط سم سي بيا به خپل نشرات پيل کړي.
بايد وويل سي چي يوناما هم په خپل وروستي درې مياشتني راپور کي ويلي و، چي په افغانستان کي د ط..البانو له خوا خصوصي رسنۍ ورځ تر بلي محدودېږي او د سانسور کچه زياتېږي.