نن د تلوېزيون نړۍواله ورځ ده؛ خو افغانستان کي د سانسور تور سيوری پر رسنيو خپور دئ

نن، د نومبر ۲۱ هغه ورځ ده چي په نړۍواله کچه د تلوېزيون د ارزښت، ازادۍ او ټولنيز رول د درناوي په نوم نمانځل کېږي، خو په افغانستان کي دا ورځ په داسي حال کي را رسېږي چي د ط..لبانو له‌خوا په تلوېزيوني خپرونو کي د ژوندي موجوداتو پر انځور او وېډيو خپرولو پراخ بنديزونه لګېدلي دي.
د دغه محدوديت له امله ډېری تلوېزيوني شبکې له جدي ستونزو سره مخ دي؛ خپروني ئې کمي سوي، د راپور جوړوني ساحې ئې تنګي سوي او د خبريالانو کاري فضا لا تر پخوا خفه سوې ده.
يو شمېر افغان خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو د دې ورځې په مناسبت ږغ پورته کړی او وايي، چي د بيان ازادي او د رسنيو خپلواکي د ټولني د ستونزو د را برسېره کولو مهم اصل دئ، او د ط..البانو له لوري دا محدوديتونه د دې اصل پر ضد ګام دئ.
دوی ټينګار کوي چي که خبريالان خپله دنده په ازاد ډول ترسره نه کړي، د خلګو واقعي ستونزي چارواکو ته نه رسېږي، له همدې امله له واکمنانو غواړي چي د رسنيو پر کار لګېدلي بنديزونه نرم کړي او د تلوېزيونونو له پاره لږ تر لږه هغه کچه ازادي تضمين کړي چي د ولس ږغ ورباندي پورته کړي.
خبريالان وايي، د تلوېزيون نړۍواله ورځ بايد د رسنيو د ودې او ملاتړ ورځ وي، نه د سانسور او فشار.
دوی زياتوي چي د ازادو رسنيو شتون د هري ټولني د شفافيت، حساب ورکوني او پرمختګ بنسټ جوړوي.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د لومړي ځل له پاره د شهيد سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۵۷ هـ،ش کال کي په نشراتو پيل وکړ.