نن د جمعې ورځ (د نومبر ۲۰مه) د ماشومانو له نړۍوالي ورځي سره برابره ده؛ خو په افغانستان کي لا هم زرګونه ماشومان د بېوزلۍ، جګړو او نورو ستونزو له امله له خپلو اساسي حقونو بېبرخي دي.
ملګرو ملتونو په ۱۹۵۴ میلادي کال کي د ماشومانو نړۍواله ورځ د هغوی د حقونو د ملاتړ، نړۍوالي همکارۍ او د ماشومانو د هوسایني د پیاوړتیا په موخه ونوموله.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دې ورځي په مناسبت ټینګار کړی، چي زدهکړه د هر ماشوم حق دئ او د ماشومانو پر زدهکړو پانګونه د راتلونکي له پاره پانګونه ده.
خو د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کي ګڼ ماشومان د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله ښوونځیو ته د تګ پر ځای د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو له پاره په درنو او شاقه کارونو بوخت دي.
ځیني نور ماشومان د جګړو او ناامنیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا د جګړو د بېلابېلو پایلو قرباني کېږي.
د ماشومانو د نړۍوالي ورځي نمانځل په داسي حال کي کېږي، چي په افغانستان کي د ډېرو ماشومانو له پاره د زدهکړو، روغتیا، امنیت او له تاوتریخوالي څخه د خوندي ژوند حقونه لا هم په بشپړ ډول نه دي تأمین سوي.
دا وضعیت د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کي د ژمنو او د هغوی د واقعي ژوند ترمنځ لوی واټن څرګندوي.
یوازي د ماشومانو د حقونو په اړه شعارونه او د هغوی له پاره د یوې ورځي نمانځل بسنه نه کوي؛ بلکي اړینه ده چي د بېوزلۍ د کمولو، د زدهکړو د فرصتونو برابرولو، د ماشومانو د کار مخنیوي او د جګړو له ګواښونو څخه د هغوی د ساتني له پاره عملي ګامونه واخیستل سي.