نن سې شنبه په سعودي عربستان کي د حج مهمه ورځ ده او له بېلابېلو هیوادونو راغلي له یو نیم میلیون څخه زیات حاجیان د عرفات په دښته کي راټول سوي دي.
ټاکل سوې ده حاجیان د حج خطبه واوري او د ورځي ډېره برخه په دعا، ذکر او عبادت تېره کړي.
د عرفات ورځ د حج تر ټولو ارزښتمنه مرحله بلل کېږي او حاجیان په کښي د الله تعالی د رضا او بخښني غوښتنه کوي.
سعودي ادارو ویلي چي د حاجیانو د خونديتوب، ترانسپورټ او نورو خدمتونو له پاره پراخ ترتیبات نیول سوي دي.