ننګرهار کښي د‌ځمکي پر سر شخړي د يوه کس ژوند واخيستی

د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کښي د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکي پر سر د شخړي له امله‌ يو کس وژل سوی او څلور تنه نور زخميان سوي دي.
د سرچينې د‌ معلوماتو له مخي چه دغه پېښه د لوی اختر په لومړۍ ورځ ماذيګر مهال را منځ ته سوې ده.
سرچينې دغه راز څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي دغه کس زاهد الله نوميږي او په ياده پېښه کښي ويشتل سوی او وژل سوی دئ.