نړیوالو هوايي شرکتونو لار نقشه بدله کړه

نړیوالو هوايي شرکتونو لار نقشه بدله کړه
د امریکا او اسرائیلو لخوا د ایران پر وړاندي د جګړې د شدت له امله، ډېری هوايي شرکتونو خپلي الوتني وځنډولې.
الجزیره وايي چي نړیوال هوايي سفرونه لا هم ډېر ګډوډ دي، او ډېر خلک لا هم نه سي کولای له پلان سره سم خپلو منزلونو ته ورسېږي، ځکه چي د امریکا او اسرائیل جګړه د منځني ختيځ مهم هوايي مرکزونه، لکه دوبۍ، دوحه او ابوظبي، تړلي دي.

لاندي ځیني مهم هوايي شرکتونه ښودل سوي چي خپلي الوتني یې ځنډولې او/یا محدود خدمات وړاندي کوي:
1. ایر کانادا
دا کانادایي شرکت ټولي الوتني تل ابیب ته تر ۲ می او دوبۍ ته تر ۳۰ اپریل ځنډولي دي.

2. ایر فرانس / کی‌ال‌ام
• ایر فرانس الوتني تل ابیب او بیروت ته تر ۴ اپریل، او دوبۍ او ریاض ته تر ۳۰ مارچ ځنډولې دي، همدارنګه د دوبۍ ۱ اپریل الوتنه هم لغوه سوې ده.
• کی‌ال‌ام خپلي الوتني تل ابیب، ریاض، دمام او دوبۍ ته تر ۱۷ می ځنډولي دي.

3. ډلتا ایر
دا امریکایي شرکت د نیویارک-تل ابیب الوتني لغوه کړې او د آتلانتا-تل ابیب مسیر بیا پیل تر ۵ سپتمبر ځنډولی دی. د بوستون-تل ابیب الوتنه چی د اکتوبر پای لپاره پلان سوې وه، تر بلي اطلاع ځنډول سوې ده.
4. ال عال (د اسرائیل هوايي شرکت)

شرکت اعلان کړی چي هغه مسافر چي غوښتل تر ۴ اپریل پوري له اسرائیل الوتنه وکړي، د هغوی الوتني لغوه سوي دي، ال عال یوازي محدودي الوتني ځیني مهمو منزلونو ته لري.
5. امارات
د امارات هوايي شرکت ویلي چی د سیمي هوايي فضا د جزوي پرانیستلو وروسته یې د خپلو الوتنو مهالویش کم کړی دی.

6. لوفت‌هانزا ګروپ
لوفت‌هانزا، سوئیس، اتریش ایرلاینز، بروکسل ایرلاینز، آیتا ایر او ایډلوایس خپلي الوتني دوبۍ او تل ابیب ته تر ۳۱ می، او ابوظبي، عمان، بیروت، دمام، ریاض، اربیل، مسقط او تهران ته تر ۲۴ اکتوبر ځنډولي دي. د لوفت‌هانزا کارګو هم په همدې وضعیت کي دی، پرته له دې چي د تل ابیب الوتني تر ۳۰ اپریل پوري ودروي.
7. قطر ایرویز

د قطر ملي هوايي شرکت ویلي چي خپلي الوتني تدريجاً له دوحې زیاتوي او د الوتنو شمېر یې تر ۹۰ منزلونو رسېدلی دی.
8. ترکیش ایرلاینز
د ترکیې ملي شرکت زیاتره الوتني منځني ختیځ ته تر مارچ پای پوري لغوه کړي دي.