نړۍوالو رسنيو ادعا کړي

نړۍوالو رسنيو ادعا کړي، چي د اسرائیلو پوليسو په دغه هيواد کي د ايران د بريدونو د زيانونو د پټولو په موخه په يو شمېر ښارونو کي امنيتي کامرې له منځه وړي دي.
په ټولنيزو رسنيو کي هغه ويډيو خپره سوې، چي په کښي ښکاري، چي د اسرائیلو پوليس د ښار په کوڅو کي هغه کامرې د منځه وړي، چي د برېښنا پر پايو باندي نصب سوي دي.
تراوسه د اسرائیلو دولت د دغو نړۍوالو رسنيو د يادي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.