نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي امریکا د لبنان له لوري د اوربند غوښتني ملاتړ کړی او هڅه کوي اسرائیل دې ته وهڅوي، چي دغه وړاندیز ومني.
په ورته وخت کي د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چي لا هم د دې غوښتني په اړه غور کوي او تر اوسه ئې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
یو اسرائیلي چارواکي هم ویلي چي تر اوسه هېڅ اوربند نسته.
د راپورونو له مخي، د اوربند منل کېدای سي د نتانیاهو له پاره له سیاسي پلوه ستونزمن وي، ځکه د اسرائیل حکومت غواړي له لبنان سره خبري د جګړې د دوام ترڅنګ پر مخ یوسي.
سره له دې، یوه بله سرچینه وایي چي ښایي نتانیاهو د لنډمهاله او تاکتیکي اوربند سره موافقه وکړي.