نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د شنبې په ورځ د ايران بې پيلوټه الوتکو د دوبۍ پر نړۍوال هوايي ډګر باندي بريد کړی

نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د شنبې په ورځ د ايران بې پيلوټه الوتکو د دوبۍ پر نړۍوال هوايي ډګر باندي بريد کړی. تر ياد بريد مخکي د جمعې په ورځ د متحده عربي امارتو دولت په دوبی کي ټولو اوسېدونکو ته د موبايل د پيغام د لاري د احتمالي بريد خبر ورکړی و.
په ياد پيغام کي د دوبی له اوسېدونکو غوښتل سوي وو، چي په خوندي ځايونو کي پاته سي.