نی: د ط..البانو د واکمنۍ تر سيوري لاندي د افغانستان رسنۍ خاموشه، اواز ئې مړ او د سانسور په وروستي حد کي دي

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) تازه راپور ښيي چي د ط..البانو د بیا واکمنېدو څلور کاله وروسته، د بیان آزادي تر ټولو خراب حالت ته رسېدلې او د رسنیو صنعت له سخت زوال سره مخ سوی دئ.
د نی د راپور له مخي، د ط..البانو د راتګ راهیسي، د افغانستان د رسنیو شمېر تر نیمایي ډېر کم سوی او په ځانګړي ډول چاپي رسنیو ته ستر زیان رسېدلی دئ.
د ياد راپور په حواله چي د جمهوریت پر مهال ۲۵۴ چاپي رسنۍ فعالي وې؛ خو اوس یوازي ۳۶ ئې پاته دي نوري ټولي بندي سوي دي.
همداراز، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر ۸۱ سلنه راکم سوی او شاوخوا ۹۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلي دندي له لاسه ورکړي دي.
په راپور کي ويل سوي چي دا مهال، خبریالان له بې‌ساري تاوتریخوالي او نیونو سره مخ دي؛ راپور وایي چي ط..البانو په وروستیو څلورو کلونو کي ۴۰۳ خبریالان نیولي دي، چي دا شمېره د پخواني حکومت د شلو کلونو د ټولي مودې په پرتله شل چنده زیاته ده.
نی وایي چي د ط..البانو تر واک لاندي رسنۍ د استخباراتو تر کلک سانسور لاندي دي، انتقادي راپورونه او د ط..البانو په اړه پوښتني منع دي او د رسنیو مشران اړ دي له ط..البانو سره د همکارۍ تعهدنامې لاسلیک کړي.
نی دا وضعیت «د آزادو رسنیو خاموشه مرګ» بولي او خبرداری ورکوي که دا لړۍ دوام وکړي، د افغانستان د رسنیو تاریخ او د بیان آزادي له جدي بحران سره مخ کېدای سي.