نی د خبریالانو د ملاتړ سازمان له پاکستان څخه د خبریال جعفر نیازي د نیول کېدو په غبرګون کي غوښتنه کړې، چي په پاکستان کي دي د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو نیول او شړل ژر تر ژره ودریږي او هغوی دي افغانستان ته له شړلو خوندي وساتل سي.
دا څرګندوني وروسته له هغه سوي چي د پاکستان پولیسو په اسلاماباد کي خبریال جعفر نیازی نیولی دئ.
راپورونه ښيي چي پاکستان د افغان کډوالو د ویزو تمدید بند کړی او د کډوالو ایستل ئې ډېر زیات کړي، یوازي په یوه ورځ کي ئې شاوخوا لس زره کډوال ایستلي دي.
نی ويلي جعفر نیازی له شړلو سره مخ دئ او دا حالت په پاکستان کي مېشتو افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ته انديښنې پیدا کړې دي. دغه نهاد له پاکستاني حکومت غواړي چي افغان خبریالان دي نه شړي ځکه هغوی ته په افغانستان کي د مرګ ګواښ سته.
دغه سازمان د جعفر نیازی د ژر خوشي کېدو غوښتنه هم کړې ده او ټینګار کوي چي افغان خبریالان دي د نړۍوالو بشري حقونو له مخي له شړلو خوندي وساتل سي.