نیویارک ټایمز د يوه امريکايي چارواکي له خولې راپور ورکړی

نیویارک ټایمز د يوه امريکايي چارواکي له خولې راپور ورکړی ، چي د لومړنیو ارزونو پر بنسټ د ایران له لوري ترسره سوي نژدې ټول بریدونه شنډ سوي او تر اوسه د امریکا پوځي اډو ته کوم زیان نه دئ رسېدلی.
دا په داسي حال کي ده چي د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چي په سیمه کي ئې د امریکا ۲۱ پوځي اډې په نښه کړي دي.
د نیویارک ټایمز په وینا، یو بل امریکايي چارواکي هم د سپاه پاسداران دغه ادعا ناسمه بللې او ویلي ئې دي، چي د امریکا پر پوځي اډو د پراخو بریدونو ادعا حقیقت نه لري.

تر اوسه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) چارواکو په رسمي ډول د دغو ادعاوو او راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.