هب.ت الله د پاکستانۍ الوتکو د پرلپسې بمبارونو وروسته بیا هم چوپ دئ

پرون پنجشنبه د شپې ناوخته پاکستانۍ الوتکو د کابل پر زړه عبد الحق څلور لاري او د پکتیا په برمل ولسوالۍ باندي بمبار کړئ،خو د ط.البانو مشر هب.ت الله یې تر اوسه په اړه چوپ دئ.
د ط.البانو مشر هب.ت الله چي دايم یې فرمانونه د خلګو د اخلاقیاتو او هغوی د منکراتو څخه د منع اړوند صادرېږي،خو پر افغانستان باندي د پاکستان د تېري اړوند بیا دایم چوپ وي او د یادو برېدونو په اړه یې هم تر اوسه هیڅ نه دي ویلي.

د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه خلګ په دوامداره توګه څراغ تلوېزیون ته پیغامونه پرېږدي،چي د دوی ژوند او کاروبار د هب.ت الله د فرمانو له سببه له خنډونو سره مخ سوی دی،ځکه په افغانستان کي هر تعلیمي،هنري او اقتصادي بنديز د هب.ت الله په امر سره وضع کېږي.

د یادوني وړ ده چي پاکستانۍ الوتکو مخکي هم په څو واره د افغانستان پر سرحدي ولایتونو بمبار کړی او افغانان یې وژلي دي،خو د ط.البانو مشر هب.ت الله تر اوسه یو ځل هم د یادو بمبارو اړوند څه نه دي ویلي