هر کال د مې میاشتي په ۱۷مه نېټه د ویني د لوړ فشار نړۍواله ورځ لمانځل کېږي

هر کال د مې میاشتي په ۱۷مه نېټه د ویني د لوړ فشار نړۍواله ورځ لمانځل کېږي. د دې ورځي موخه د خلګو پوهاوی لوړول، د ویني فشار د خطرونو په اړه معلومات ورکول او د دې ناروغۍ د مخنیوي لاري چاري بیانول دي. روغتیايي کارپوهان وایي چي د ویني لوړ فشار د زړه، دماغو او پښتورګو له جدي ناروغیو سره تړاو لري او که پر وخت درملنه ونه سي، د انسان ژوند له خطر سره مخ کولای سي.
افغانستان لا هم د روغتیايي خدمتونو له ګڼو ستونزو سره مخ هیواد ګڼل کېږي.
په ډېرو لرو پرتو سیمو کي خلګ روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او د متخصصو ډاکټرانو کمښت یوه جدي ستونزه ده.

همداراز د درملو نشتوالی، د روغتیايي وسایلو کمبود، اقتصادي ستونزې او د عامه پوهاوي ټیټه کچه د ناروغیو د زیاتېدو لامل ګرځي.
د ویني لوړ فشار ناروغي هم په افغانستان کي ورځ تر بلي مخ په زیاتېدو ده، خو ډېری خلګ د دې ناروغۍ په اړه کافي معلومات نه لري او خپل فشار په منظم ډول نه معاینه کوي. روغتیايي کارپوهان وایي چي که د پوهاوي پروګرامونه زیات سي او خلګو ته د سالم ژوند په اړه معلومات ورکړل سي، نو د دې ناروغۍ د خطر کچه کمېدای سي.
د عامي روغتیا ادارې او روغتیايي بنسټونه له خلګو غواړي چي د خپلي روغتیا ساتني ته جدي پاملرنه وکړي، منظم طبي معاینات ترسره کړي او د سالم ژوند اصول مراعت کړي، څو د وینې لوړ فشار او نورو ناروغیو مخه ونیول سي.