هلمند ولايت د ط..البانو د برېښنا مسئولینو ویلي، چي د کجکي بند د اوبو د کمښت له امله نن شنبه د هلمند او کندهار ولايتونو برېښنا قطع کېږي.
د کجکي برېښنا مسئولين وايي، چي د وچکالۍ له امله د اوبو سطحه خورا ټيټه سوې او د برېښنا توليد ئې ډېر کم سوی دئ.
د يادونې وړ ده چي کندهار او هلمند د کجکي بند له برېښنا څخه ډېره استفاده کوي او د برېښنا قطع کېدل د خلکو او صنعتونو پر ورځني ژوند او کاروبار ژور اغېز کوي.