د ط..البانو مشر م.لاهب.ت الله د ط..البانو د ټولو نظامي ادارو مسؤلینو ته امر کړی، چي ټول بايد نظامي لباس په تن کړئ، د هغه دغه امر د وزارت معينانو او د کابل نظامي ط..البانو منلی خو کندهار کي ئې ط..البان نه مني.
تر کندهار را وروسته هلمندي ط..البانو هم ګواښ کړی؛ ترڅو چي د کندهار د ط..البانو قوماندان، د حوزو امرين او نور نظاميان دريشي وا نه غوندي د هلمند نظامي ط..البان ئې هم نه اغوندي.
د هلمند ط..البانو په ښکاره ډول د خپل رهبر م.لاهب.ت الله د امر څخه سرغړونه کړې او زياتوي؛ ترڅو چي د کندهار څخه د دريشۍ اغوستلو پيل ونه سي دوی ئې هم نه اغوندي.
بايد وويل سي، چي د کندهار ط..البانو هم څو ورځي وړاندي ګواښ کړی، چي تر هغه وخته پوري به دريشي وانه غوندي، ترڅو چي د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني ئې وا نه غوندي.