هند افغانستان ته شل عرادې امبولانسونه ورکوي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جي شنکر د ط..البانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره نن د جمعې په ورځ ليدلي. د لیدني پر مهال جي شنکر د متقي تود هرکلی کړی او د افغانستان سره ئې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دئ.
نوموړي ټینګار کړی، چي هند د افغانستان تر څنګ ولاړ دئ.
په دې لیدنه کي د هند حکومت د افغانستان سره د شلو عرادو امبولانسونو مرسته هم اعلان کړې، چي دا به د افغانستان د روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا کي مرسته وکړي.