هند کي د ټوخي شربت له امله د ماشومانو مړینه څېړل کېږي

د هند حکومت د ماشومانو د مړیني پېښي څېړي چي ویل کېږي د «کلدریف» په نوم د ټوخي شربت له کارولو وروسته رامنځ ته سوي دي.
رویټرز خبري اژانس د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چي په وروستیو میاشتو کي لږ تر لږه ۲۴ ماشومان د دغه شربت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.
د تامل نادو ایالت چارواکي وايي، یاد شربت د «دی اتیلن ګلیکول» په نوم له یوې زهري مادې سره ککړ و، چي د ماشومانو روغتیا ته ئې سخت زیان رسولی دئ.
د روغتیا چارواکو ویلي، د موضوع د هر اړخیزې څېړني له پاره اقدامات سوي او له خلکو ئې غوښتي چي د دغه شربتو له کارولو ډډه وکړي.