هيلو ټرست د ماين پاکولو مؤسيسي د افغانستان اړوند د يو بل نوي ناورين خبرداری ورکړی دئ. دغي ادارې ويلي دي چي په افغانستان کښي ۶.۴ ميليونه وګړي د چاودېدونکو توکو د ګواښ سره مخ دي. دغه سازمان وايي چي افغانستان د نړۍ په کچه يو هغه هيواد دئ، چي په ماينونو ډېر ککړ دئ.
دغه سازمان د نړۍوالي ټولني څخه غوښتنه کړې، چي د ماينونو د پاکولو په برخه کښي دي د افغانستان سره مرسته وکړي.
د هيلو ټرسټ په وینا، دا اندېښنه سته، چي د ماینونو او چاوديدونکو توکو ستونزه په افغانستان کښي په یو هير سوي ناورین بدل سوی.