واشنګټن پوسټ: د امريکا له خوا د بګرام هوايي اډې مسئوليت اخيستل د ترهګر سره د مبارزې له پاره ښه فرصت دئ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼي په خپل سرمقاله کي ليکلي دي، چي د امريکا له خوا د بګرام هوايي اډې تر لاسه کول د ترهګرو پر ضد د مبارزې له پاره يو ښه فرصت دئ.
دغي ورځپاڼي ليکلي، چي د داع.ش په ډول ترهګري ډلي چي د سيمي هيوادونه ئې ناامنه کړي د هغوی د له منځه وړلو له پاره اړتيا ده چي امريکايي ځواکونه بېرته د‌ بګرام هوايي اډې ته وګرځي.
هغه ويلي اوسني حالاتو ته په کتلو سره د امریکا له خوا د بګرام د هوايي اډې بېرته تر لاسه کول بد نظر نه دئ او بايد عملي سي.
بلخوا بيا ط..البان وايي چي په خپله خاوره کي د پرديو هيوادونو نظامي حضور په هېڅ صورت نه مني او په خبره ئې چي د بګرام هوايي اډه هم امريکا ته نه ورکوي.