واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پاته سوې وسلې په پاکستان کي پلورل کيږي

امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په خپله وروستۍ سرمقاله کي ليکلي دي، چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو څخه پاته سوې وسلي په پاکستان کي د وسلو په تور بازار کي پلورل کيږي او د پاکستان د حکومت ضد ډلي هغه وسلې رانيسي او استفاده ورڅخه کوي.
دغه ورځپانه ليکي چي په افغانستان کي د پاته سوو ۶۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت د پرمختللو امریکایي وسلو څخه ئې ځینې د پاکستاني اورپکو لاس ته لوېدلې دي چي په دغه هېواد کي په خونړیو ترهګریزو بریدونو کي ورڅخه کار اخیستل کېږي.
دغه ورځپاڼه زياتويو چي دغه وسلو په تور بازار کي پلورل کېږي او د پاکستاني ط…البانو تحریک «ټي‌ټي‌پي»، بلوڅ بېلتون غوښتونکو غورځنګ او نورو وسله‌والو ډلو له‌خوا په جګړه کي کارول کېږي.
بلخوا د ط…البانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا هغه خبرونه رده وي چي پکښي ويل سوي، چي د امريکايي ځواکونو څخه پاته سوي وسلې د ترهګر ډلو لاس ته ورغلي، هغه وايې چي اوس د دغو وسلو مالکين افغان ط…البان دي او له يادو وسلو څخه نور څوک استفاده نه سي کولای.